بلخ ولایت کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د سیمینار جوړیدل

hayat_admin
Wed, Nov 30 2022 3:25 PM
.

د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د جمادي الاول میاشت په ۶ نېټه د چهار شنبې په ورځ ددغه کمېسیون د مقررې او لایحې او د غصب د مخنیوي په اړه د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان د تشریح په منظور یو ورځنی سیمینار جوړ کړ.

په دغه سیمینار کې چې په بلخ ولایت کې جوړ شو، د عدلیې وزارت سرپرست او ددغه کمېسیون رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، د یاد کمېسیون غړو او د شمال د ۹ ولایتونو ادارو رییسانو چې په ولایتونو کې ددغه کمېسیون د تخنیکي هیئتونو غړیتوب لري، ګډون کړی وو.

په دغه سیمینار کې، د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د مقررې، لایحې او د ولایتونو د ادارو رییسانو اړوند د نورو موضوعاتو په اړه مفصل معلومات وړاندې شول.

1

د عدليې وزارت سرپرست د خپل وینا په لړ کې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون غړي معرفي کړل او د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د مقررې او لایحې او په دغې اړه د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان او د یاد کمېسیون د پریکړو په اړه یې ګډونکوونکو ته معلومات وړاندې کړل.

.

په یاد سیمینار کې، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست، د کرنې، اوبو لګولو او د مالدارۍ وزارت سرپرست او د لوی څارنوالۍ سرپرست هم په دغه سیمینار کې  ګډون درلود او وینا يې وکړه. هغوی د ولایتونو له تخنیکي هیئتونو څخه وغوښتل چې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې فعاله ونډه ولري او د ځمکو د غصب مخنیوي د مقررې او لایحې او د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان د بشپړ تطبیق برخه کې، هڅه وکړي.

په دغه سیمینار کې، ګډونکوونکي خپل مسوولیتونو ته متوجې کړل شول او هغوی ته لازمې لارښوونې وشوې چې د ځمکې د غصب د مخنیوي برخه کې لازم او بنسټیز اقدامات ترسره کړي.

د یادولو وړ ده چې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد  د کمېسیون  مقرره په ۴ فصلونو او ۲۱ مادو کې ترتیب شوې او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله له لوري توشیح شوې ده.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS