په هرات ولایت کې د تیرو ۸ میاشتو په اوږدو کې له ۶۷۷ زره جریبه ‌زیاتو ځمکو ثبت او سروې

hayat_admin
Mon, Nov 28 2022 2:27 PM
.

په هرات ولایت کې د عدليې ریاست د امارت د قضایاو امریت او اړوندو ادارو په هڅو د تیرو ۸ میاشتو په اوږدو کې د له ۶۷۷ زره جریبه زیاته ځمکه په دغه ولایت کې ثبت او سروې شوې ده.

ثبت او سروې شوو ځمکو کې ۴۷۷ زره او ۹۷۳ جریبه د څړځای ځمکه او ۱۹۹ زره او ۵۱۹ جریبه کرنیزه ځمکه شامله ده چې د هرات ولایت په بېلابېلو برخو کې تثبیت او سروې شوي دي.

سره له دې د ننګرهار، بادغیس او کندهار ولایتونو کې د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونو په دغو ولایتونو کې د خپلو غونډو په جوړولو سره د ځمکې د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد په برخه کې یو لړ اقدمات ترسره کړي.

.

د ننګرهار ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې پریکړه وشوه له هغو خلکو سره چې د درونټې په غصب شوو ځمکو يې دکان، هوټل او کور جوړ کړی، له قانون سره سم قرارداد وشي او که چېرې قرار داد ولري، د هغوی قرارداد باید نوی شي. د کوټ او هسکې مینې ترمنځ د غصب شوې امارتي دښتې په اړه چې د سیمې خلک یې د مالکیت ادعا لري هم تصمیم ونیول شو چې د یادو اشخاصو سندونه بررسي شي.

دغه راز په یاد ناسته کې یوه کمېټه جوړه شوه چې د ښيوې ولسوالۍ د مروارید نهر لاندې غصب شوې ځمکې له نږدې څخه بررسي کړي. دغه راز پریکړه وشوه چې د ولسوالۍ په کچه یوه معلوماتي کمېټه جوړه شي ترڅو له هیئت سره د ولسوالیو غصب شوو سیمو په اړه معلومات شریک کړي.

.

د بادغیس ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې پریکړه وشوه چې توظیف شوی هیئت له هغو خلکو څخه چې د امارتي ځمکې د مالکیت ادعا لري، سندونه وغواړي او له وړاندې شوو سندونو او املاکي فورمې سره سم اجراآت ترسره شي. دغه راز له هغو ادارو څخه چې ځمکې یې غصب شوي وغوښتل شول چې ، د غصب شوو ځمکو په اړه راتلونکې غونډه کې معلومات وړاندې کړي.1

د کندهار ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د عینو میني ښارګوټي په اړه بحث وشو او ددغه ښارګوټي د بنسټیزو او خدماتي چارو د چټکتیا په اړه ټینګار وشو. دغه راز یاد هیئت ددغه ښارګوټي له کاري بهیر څخه هم نظارت وکړ. ددغه ښارګوټي په بېلابېلو برخو کې پر بنسټیزو چارو کارونه دوام لري. د یاد ښارګوټي مسوولینو ددغه ښارګوټي د کاري چارو په اړه هیئت ته مفصل معلومات وړاندې کړل.

یاد هیئت ددغه ښارګوټي  مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې له هغوی سره په منظم ډول ددغه ښارګوټي د روانو او ځنډول شوو ودانیزو کارونو په اړه معلومات شریک کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS