څلورو ولایتونو کې د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو د غونډو جوړیدل او د عملي کارونو پیلېدل

hayat_admin
Sun, Nov 27 2022 3:04 PM

د دوو تېرو ورځو په لړ کې د هلمند، دایکندي، میدان وردک او کاپیسا ولایتونو کې د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونو خپل غونډې او عملي کارونه پیل کړي او په دغو ولایتونو کې يې له غصب شوو سیمو او ځمکو څخه لیدنه وکړه.

.

د هلمند ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت خپله ناسته ترسره کړه او د لښکرګاه ښار د بولان سیمه کې یوه قطعه ځمکه چې یو شخص یې د مالکیت ادعا لري، لیدنه وکړه.

ددغې سیمې مساحت ۲۵۰ جریبه دی چې ۱۱۵ جریبه يې جوړه شوې او پاتې برخه کې یې پخپلسره کورونه جوړ شوي دي. دغه ځمکه د یاد هیئت لخوا له نقشې سره تطبیق شوه او پایله کې یې مشخصه شوه چې دغه ځمکه امارتي ده. یاد شوی شخص ادعا لري چې دغه سیمه د جمهوریت دوره کې د درې محکمو لخوا هغه ته سپارل شوې ده. له یاد شخص څخه سندونه او مدارک وغوښتل شول چې د اړوند کمېسیون لخوا بررسي شي.

1

د دایکندي ولایت تخنيکي هیئت د هغو اشخاصو د سندونو د بررسۍ کار پیل کړ چې په بغده مرده سیمه کې یې شاوخوا ۱۱ جریبه ځمکه غصب کړې وه. د نیلي ښار د ماسټر پلان د غصب شوو سیمو د بررسۍ کار هم د اړوند تخنیکي ټیم لخوا پیل شو. دغه راز د کرنې ریاست د سروې ټیم په ۸ ولسوالیو کې د غصب شوو بکر او شاړو سیمو څخه د بررسۍ په غرض خپل کار پيل کړ.

...

د میدان وردک ولایت د تخنیکي هیئت غونډه جوړه شوه او په کې د ولسوالیو د تخنیکي کمېټې ترکیب مشخص شو.

دغې کمېټې کې د حج او اوقافو، کرنې، څارنوالۍ، حقوقو، ښاروالۍ او مستوفیت مدیران شامل دي. ددغې کمېټې مشرتابه د ولسوالۍ د امنیه قوماندان پرغاړه لري.

یاد هیئت د میدان ښار په کوته عشرو سیمه کې د یوې قطعې امارتي ځمکې څخه لیدنه وکړه او ددغې سیمې له خلکو سره یې وکتل او د غصب د مخنیوي په اړه یې معلومات ورکړل.

د کاپیسا ولایت تخنیکي هیئت د غصب شوو ځمکو د بررسۍ په منظور د کوهستان حصه اول ولسوالۍ ته سفر وکړ او له سیمه ییزو مقاماتو سره یې وکتل. یاد هیئت ددغې ولسوالۍ امارتي مقاماتو او اوسیدونکو ته د ځمکي د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد د مقررې او د امیرالمومنین حفظه الله فرمان تشریح کړ.

یاد هیئت پریکړه وکړه چې د کوهستان د حصه اول غصب شوې ځکمې له کروکي سره په دقیق ډول تثبیت او غاصب یې وپېژندل شي او د غصب شوو ځمکو د استرداد له پاره اقدام وشي.

ګډونکوونکو په غې کتنه کې یاد هیئت ته د ځمکي د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS