په ټولنیزو شبکو کې د ځینو خپرو شوو شایعاتو په اړه د عدليې وزارت سپیناوی

hakeem_admin
Sat, Nov 26 2022 2:57 PM

ځینې مغرضې کړۍ په ټولنیزو شبکو کې یو جوړ شوی لیست خپور کړی او د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب پورې يې ځینې بې بنسټه تورونه پورې کوي. موږ دغه شایعات او اوازې په کلکه توګه ردوو.

یاد شوي اشخاص دغو شایعاتو ته ځکه لمن وهي چې شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد د کمېسیون رییس ټاکل شوی او د یاد کمېسیون کارونه په ټول هېواد کې په چټکۍ سره روان دي او د هېوادوالو له هرکلي سره مخ شوی دی. مغرضو کړیو په دغې موخه چې د یاد کمېسیون کارونه له ننګونو او خنډ سره مخ او د هېوادوالو ذهنونه مغشوش کړي، په دغه راز بې بنسټه شایعاتو لاس پورې کوي.

د بیلګې په توګه په یاد لیست کې لیکل شوي چې «مولوي حسین احمد مدني چې د شیخ صاحب زوی دی او د عدلیې وزارت د مقام د دفتر د رییس په حیث دنده ترسره کوي». په داسې حال کې چې حسین احمد مدني په عدلیې وزارت کې هېڅ رسمي دنده نلري؛ نو پر دغه اساس  ټول لیست په همدې قیاس کړئ او د مغرضو کړیو په تورونو پسې مه ګرځئ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS