د پکتیا ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هيئت د ناستې جوړیدل

hakeem_admin
Mon, Nov 21 2022 2:34 PM
.

د پکتیا ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۲۴ نېټه د شنبې په ورځ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس او ددغه هیئت رییس مولوي عبدالروف سعید په مشرۍ او د عدلیې رییس مولوي محمد رییس محمدي او ددغه هیئت د نورو غړو په حضور کې د پکتیا ولایت د کرنې په ریاست کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې ښاغلي سعید د موضوع په اړه خبرې وکړې او د هغو ننګونو او ستونزو په اړه يې وضاحت ورکړ چې دغه هیئت به د کار په لړ کې ورسره مخامخ شي.

.

ښاغلي سعید وویل چې یاد هیئت ته د اسلامي امارت د رهبرۍ مقام له لوري یو ډېر دروند مسوولیت سپارل شوی او ښه ډول ددغه مسوولیت د پرمخ وړلو په منظور د چارو په سرته رسولو کې اخلاص او صداقت ته اړتیا ده. نوموړي د یاد هیئت له غړو څخه وغوښتل چې دغه مسوولیت په ګډه او په ډېر ښه ډول ترسره کړي.

په یاده ناسته کې ددغه هیئت غړو د موضوع په اړه بحث وکړ او د چارو لا ښه سرته رسولو په منظور يې خپل نظرونه سره شریک کړل.

په دغې ناسته کې په ښه توګه د چارو سرته رسولو په منظور له هر اړخیز بحث څخه وروسته یو لړ پریکړې او لازم تصامیم ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS