د عدليې وزارت استول شوي پلاوي د کندز ولایت له والي سره وکتل

hakeem_admin
Tue, Nov 08 2022 2:50 PM
.

د عدليې وزارت استول شوی پلاوي د دغه وزارت د حقوقي مساعدتونو رییس مولوي رحمت الله حقاني په مشرۍ د هېواد د شمال ولایتونو د عدليې ریاستونو د بررسۍ په لړ کې کندز ولایت ته سفر وکړ. دغه هیئت د ربیع الثاني میاشت په ۱۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د کندز ولایت له والي ملا نثار احمد نصرت او ددغه ولایت د سېمه ییزو ادارو له رییسانو سره د کندز ولایت د مقام په دفتر کې وکتل او خبرې وکړې.

.

دغې ناسته کې د استیناف محکمې رییس، د اسخباراتو مرستیال، ښاروال، د کرنې او ځمکو رییس او د کندز ولایت د عدليې رییس ګډون کړی وو.

په دغې ناسته کې، د عدليې ریاست او اړوندو ریاستونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ او د عدليې ریاست د ننګونو او ستونزو او د دغه ولایت خلکو له پاره د اغیزمنو او په وخت خدمتونو وړاندې کولو په منظور بحث او خبرې وشوې.

په دغې ناسته کې، د موجوده ستونزو او ننګونه د حل په منظور حل لارې مشخصې شوې او اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونوې وشوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS