د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
Tue, Nov 08 2022 1:48 PM

د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون  ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۱۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د سرپرست او د دغه کمېسیون رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د یاد کمېسیون غړو، د افکو شرکت رییس محمود کرزي او د دغه شرکت مرستیال عبدالحمید هلمندي، د کندهار ولایت پانګوالو او د عدليې وزارت معینانو ګډون کړی وو.

په یاده ناسته کې د کندهار ولایت د عینو مینې ښار ګوټي او د پاتې کارونو بشپړېدو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د عینو مینې ښارګوټي خدماتي چارې دې ژر تر ژره پیل شي او د جوړیدلو او ودانولو پاتي کارونه دې ژر تر ژره بشپړې شي.

د یادې ناستې په پای کې، د عدلیې وزارت سرپرست او د یاد کمېسیون رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، د افکو شرکت رییس او مرستیال او د کندهار ښار پانګوالو په یو مطبوعاتي کنفرانس کې د عینو مینې ښارګوټي په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل او د هغوی سوالونو ته يې ځواب وړاندې کړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS