د عدلیې وزارت استول شوي هیئت د تخار له والي سره وکتل
د عدليې وزارت استول شوی هیئت د مولوي رحمت الله حقاني په مشرۍ چې د عدليې ریاستونو د بررسۍ په منظور د هېواد شمال ولایتونو ته سفر کړی وو د ربیع الثاني میاشت په ۱۰ نېټه د شنبې په ورځ تخار ولایت ته ورسید او د دغه ولایت له والي سره یې وکتل.
دواړو لورو په دغې کتنه کې له عدلیې ریاست سره د ولایت د مقام او د نورو اړوندو ادارو د همکارۍ او همغږۍ په اړه بحث او خبرې وکړې.
د عدليې وزارت هیئت د دغه سفر په لړ کې د تخار ولایت له عدلیې ریاست څخه هم لیدنه وکړه او د دغه ریاست له رییس، امرینو او کارکوونکو سره یې وکتل او خبرې وکړې.
په دغې کتنه کې د عدليې ریاست مسوولینو او کارکوونکو خپل کاري ستونزې له هیئت سره شریکې کړې او یاد هیئت هم د هغوی د ستونزو د حل او همکارۍ ژمنه وکړه.
