د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د کارکوونکو میاشتنۍ ناسته جوړه شوه

waheed
Mon, Sep 19 2022 2:17 PM
.

د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د کارکوونکو میاشتنۍ ناسته د صفر المظفر په ۲۲ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رییس مولوي محمد رییس محمدي په مشرۍ جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، چې د عدليې ریاست د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د بېلابېلو برخو آمرینو، مدیرانو او د یاد ریاست ټولو مرکزي کارکوونکو ګډون کړی وو.

.

د پکتیا عدليې رییس په دغې ناسته کې د تېرې میاشتې د لاسته راوړنو، راتلونکي پلان او د دغه ریاست د ستونزو په اړه خبرې وکړې او د دغه ریاست کارکوونکو ته يې له اسلامي شریعت او محمدي (صل الله علیه وسلم) سنت سره سم د کارکوونکو صورت او سیرت د برابرولو په اړه د عدليې وزیر پیغام ابلاغ کړ او پر عملي کولو يې ټینګار وکړ.

په دغې ناسته کې د عدليې رییس د یاد ریاست کارکوونکو ته وویل چې د عریضې لیکونکو، د معاملو د لارښوونو او د موټر پلورونکو کنترول د انسجام مدیریت مسوولیت دی او باید هغوی کنترول کړي. هغه د ولسوالیو د حقوقو مدیرانو ته لارښوونه وکړه چې د رسمي عریضه لیکونکو نوملړ ځان سره ولرئ او د هغو عریضو په اړه اجراآت و نه کړئ چې د نورو لخوا لیکل شوې وي او هغه عریضې مسترد کړئ چې د عریضې لیکوونکي شهرت په کې نه وي ذکر شوی.

.

هغه زیاته کړه مخکې له اجراآتو څخه باید عریضه په ځیرتیا سره وکتل شي چې د عارض او معروض علیه شهرت، د مدعابها په املاکي عریضه کې، د ځای موقیعت، مساحت ... او په دیوني عریضو کې د دین اندازه، د دین وجیبه او نورې ځانګړتیاوې په کې ذکر شوې وي که نه نو، عریضه د اصلاح په غرض مسترده شي.

د عدليې رییس وویل حقوقي عریضې نباید له ۱۵ ورځو څخه زیات د حقوقو په مدیریتونو کې دوام ومومي او که چېرې دواړه لورو پر مصالحې قناعت نه درلود د شرعي حل او فصل په غرض موضوع دې محکمې ته راجع شي. هغه زیاته کړه چې جریمې د اسلامي امارت د مشرتابه د مقام د حکم پر اساس جواز نه لري او له هغو څخه دې ډډه وشي.

د عدليې رییس د هغو عریضو په اړه چې څو معروض علیه ولري او په بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو کې ژوند کوي، د دعوا دواړه لورو تر مینځ د مصالحې، د هغو عریضو چې معروض علیه یې له افغانستان څخه بهر ژوند کوي، له معروض علیه څخه د ضمانت اخیستلو او د نورو برخو په اړه مسوولینو ته لارښوونه وکړه.

همدا راز د عدليې رییس وویل چې د امارتي او عامه ملکیتونو اړونده عریضې د امارت د قضایاو آمریت ته راجع شي. هغه د یاد ریاست کارکوونکو ته د چارو د ښه انسجام او د اونیزو، میاشتنيو، ربعوارو او کلني ګزارشونو د چمتو کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندۍ او پر خپل وخت د کارونو سرته رسولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS