د بادغیس ولایت د عدلیې رییس د دې ولایت د مُقر ولسوالۍ د حقوقو لوی مدیریت څخه لیدنه وکړه

waheed
Wed, Sep 14 2022 12:15 PM
,

د بادغیس ولایت د عدلیې رییس الحاج ملا عبدالرازق مرزوقي او ورسره مل پلاوي د صفرالمظفر میاشتې په  ۱۶ نېټه د دوشنبې په ورځ د ولسوالیو د حقوقو  د مدیریتونو د چارو څخه د نظارت په لړ کې د دې ولایت د مُقر ولسوالۍ د حقوقو لوی مدیرت څخه لیدنه وکړه.

په دې سفر کې چې د حقوقو د لوی مدیریت د چارو د ارزیابۍ او د دې مدیریت د ستونزو د حل په موخه پېل شوي وه، د عدليې له رییس سره د امارت د قضایاو آمر، د حقوقو آمر او د حقوقي مرستو آمر ملګري ول.

یاد پلاوي، د دغه لوی مدیریت کاري بهیر له نږدې څخه وڅاره او د دې مدیریت د کارکونکو ستونزې یې واورېدې. د بادغیس دعدلیې رییس د مُقر ولسوالۍ د حقوقو لوی مدیر سره ژمنه وکړه چې د دغه مدیریت ستونزو ته به ډېر ژر رسیده ګي وشي.

720

په دې سفر کې د بادغیس د عدلیې رییس او ورسره مل پلاوي د مُقر د ولسوال له مرستیال، امنيې قوماندان او د ابتدایې محکمې له قاضي سره ولیدل او د حقوقو لوی مدیریت مسوولیتونه او ستونزو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

همدا راز په دې لیدنه کې د حقوقو مدیریت او اړونده ادارو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ په اړه تاکید وشو.

په پای کې یاد پلاوي د یاد ولایت له مشرانو او مخورو سره وکتل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت مسوولین د هغوی په چوپړ کې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS