د پکتیکا ولایت د عدلیې ریاست د اداري ناستې جوړیدل

hakeem_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۹:۵۶
.

د پکتیکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د شعبان مياشتې په ۲۳ مه د سې شنبې په ورځ د عدليې رئیس مولوي حيات الله امين په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د پکتیکا ولایت د عدلیې رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د یاد ریاست د لاسته راوړنو، ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

دغه راز نوموړي د یاد ریاست کارمندانو ته د خپلو مسؤلیتونو پر مخ وړلو، حاضرۍ ته د پابندۍ، له مراجعینو سره د ښه چلند او د نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

په دغې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارمندانو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه د کاري چارو ښه والي په منظور مطرح کړې.

د عدليې رئیس د یاد ریاست له کارمندانو سره ژمنه وکړه چې د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۴۱
Background image

تثبیت و تشخیص حدود ۱۰ هزار جریب زمین امارتی در ولایت سرپل

هیأت تخنیکی جلوگیری از غصب زمین ولایت سرپل روز چهارشنبه، ۶ ذوالقعده به منظور بررسی و تثبیت ساحات غصب شده به ولسوالی الفتح این ولایت سفر نمود.

طی این سفر، هیأت تخنیکی حدود  ۹۸۵۶،۸۶ جریب. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۹
Background image

برای ۳۳۴ تن در سه ولایت آگاهی حقوقی ارایه شد

ریاست مساعدت‌های حقوقی وزارت عدلیه در مرکز و آمریت‌های ولایتی آن روز پنجشنبه، ۷ ذوالقعده برای ۳۳۴ تن در سه ولایت کشور، آگاهی حقوقی ارایه کرده‌است.

در این برنامه‌ها که به شمول مرکز در. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

از تعدادی از دارالوکاله‌ها در ولایت قندوز بررسی و نظارت صورت گرفت

هیأت موظف ریاست عدلیه ولایت قندوز به رهبری آمر مساعدت‌های حقوقی این ریاست، روز چهارشنبه، ۶ ذوالقعده ۵ دارالوکاله‌ را در این ولایت بررسی و نظارت نمود.

این هیأت به وکلای مدافع این ولایت. . .

BACK TO NEWS