د فاریاب ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل
د فاریاب ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د صفرالمظفر د میاشتې په ۴ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د فاریاب ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد حسن جانان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون سره جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د فاریاب ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، په نبوي سنتو خپل صورت او سیرت برابرولو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې خلکو ته خدمت د اسلامي امارت له اصولو څخه ده او په دې برخه کې یې د عدلیې ریاست کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل.