د قرارداد د ورکړې تصمیم خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د عدلیې وزارت په پام کې لري، د خپل د اړتیا وړ (۱۵۰) قلمه درملو (ادویه جات) د تدارک پروژه د کابل ښار، د قلعه فتح الله په دوهم سړک کې د قیس هوتک لمېتد سوداګریز شرکت ته چې د (۱۱۹۸۲) شمېرې جواز لرونکی دی په یو میلیون او دوسوه نوي زره او شپږ سوه اویا (۱۲۹۰۶۷۰) افغانۍ مجموعي قیمت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې هکله هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د خبرتیا د خپریدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې په لیکل شوي بڼه له دلیلونو سره یو ځای په دارالامان ساحه کې د عدليې وزارت په ودانۍ کې، د یاد وزارت د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دغه خبرتیا د قراداد د عقد په معنی نهده او د پورته یادې شوې نېټې او د راتلونکو قانوني مراحلو بشپړولو پورې، قرارداد نهمنعقد کېږي.
