د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

 د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې مخکې له دې یې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي فهرست کې شامل دي خبر ورکول کېږي چې د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵‌هـ.ش کال د ثور (غویی) د میاشتې په ۱۵ نېټه د سې‌شنبې په ورځ چې د ۱۴۴۷‌هـ.ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې له ۱۸ نېټې سره سمون خوري، د عدلیې وزارت په مقر کې اخیستل کېږي.

له همدې امله له محترمو متقاضیانو څخه هیله کېږي چې لاندې ټکي په جدي توګه مراعات کړي:

۱. د دفاع وکالت په ورودي ازموینه کې د ګډون کارت یوازې له ازموینې څخه درې ورځې مخکې (د ثور په ۱۲مه) د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست د اداري مدیریت له‌ خوا وېشل کېږي او د ازموینې په ورځ د شمولیت کارت نه ویشل کېږي.

۲. د ازموینې په ورځ د شمولیت کارت او د تابعیت تذکرې اصل درلودل لازمي دي او د نه‌لرلو په صورت کې متقاضي په ازموینه کې نه‌ شاملېږي.

۳. غوښتونکي مکلف دي چې د ازموینې په ورځ، د سهار په ۷:۰۰ بجو د عدلیې وزارت په مقر کې حاضر وي.

۴. محترم غوښتونکي دې له هر ډول اقدام څخه مخکې، د دغې خبرتیا لاندې د دفاع وکالت د جوازلیک غوښتونکو په خپاره شوي وروستي فهرست کې د خپل نوم له موجودیت څخه ډاډ ترلاسه کړي تر څو د هغو غوښتونکو له بې‌ځایه سرګردانۍ څخه مخنیوی وشي چې غوښتنلیکونه یې د مؤظفې کمېټې له خوا رد شوي دي.

۵. د ازموینې په ورځ د وزارت دننه د موبایل راوړل قطعاً ممنوع دي.

د دفاع وکالت د جوازلیک د غوښتونکو فهرست

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۰
Background image

د افغانستان د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې شرکتونو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 په دې وروستیو کې د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې شرکتونو یو شمېر مسئولینو د عدلیې وزارت د مقام تر سرلیک لاندې د یو رسمي غوښتنلیک په ترڅ کې د افغانستان د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د سنتي طب د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت ټولو سنتي طبیبانو ته خبر ورکوي چې ټاکل شوې ده د سنتي طب د اتحادیې د فعالیت جواز لیک نوی (تجدید) شي.

په دې اساس، هغه سنتي طبیبان چې د یادې اتحادیې د ریاست . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۵۴
Background image

د افغانستان د اعصابو ډاکټرانو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 په دې وروستیو کې د اعصابو یو شمېر ډاکټرانو د عدلیې وزارت د مقام ترسرلیک لاندې د یو رسمي غوښتنلیک په ترڅ کې د اعصابو ډاکټرانو د اتحادیې د جوړېدو غوښتنه کړې ده چې د دغه وزارت اړوندې برخې . . .

Back to announcements