د خوست ولایت په مرکز کې څهباندې ۱۳۹۱ جریبه ځمکه د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د شرعي حکم په اساس امارتي ثابته شوه
د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د خوست ولایت د مرکز په غړومبۍ او مټه چینې ساحو کې د ۲۱۶۱ جریبه ځمکې د سندونو او مدارکو په بررسۍ سره، د هغې پر ۱۳۹۱.۸۶ جریبه ځمکه د امارتيتوب پرېکړه وکړه.
یاده شوي ځمکه بلندهآبه ده او په درېیو قطعو کې شامله ده چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع په دقیق ډول بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې دوسیه رسماً د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.
یادې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو د معلوماتو اخیستو وروسته پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې ۱۳۹۱.۸۶ جریبه، امارتي ملکیت دی.
د هېواد په کچه د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونه یې او اړوندې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو او د امارتي ادارو د معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي غصب شویو ځمکو په اړه پرېکړه کوي.