د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۱:۵۰
.

 د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د  مياشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د نیمروز ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالوارث خلیل په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون سره جوړه شوه.
په دې ناسته کې د نیمروز ولایت، عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د اجرا، وخت او حاضرۍ ته د پابندۍ، په وخت د چارو د اجرآ، د اخلاص لرلو، کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام،  له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د عدلیې رئیس په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو له دفترونو څخه پر نظارت کولو ټینګار وکړ او مسؤولینو ته یې دنده وسپارله چې هره اوونۍ له دغو دفترونو څخه نظارت ترسره کړي.
دغه راز نوموړي د عدلیې ریاست، نورو څانګو ته لارښوونه وکړه چې خپل کاري اجراآت په ټاکل شوي وخت ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS