په سرپل ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۱:۴۹
.

 د سرپل ولایت عدلیې رياست د شعبان د مياشتې په ۲۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه جوړه کړه.
د یادې برنامې په پرانیسته کې د عدلیې رياست مسؤولينو د ازموينې د شفاف والي ډاډ ورکړ او ټينګار یې وکړ چې عریضه ليکونکي دې د جواز له اخیستو وروسته خپل فعاليتونه د اصولو او قوانينو په رڼا کې ترسره کړي او په دې برخه کې له بشپړې امانت دارۍ او صداقت څخه کار واخلي.
په یاده ازموينه کې چې د عدليې رياست مسؤولينو، د ولایت د مقام او د استيناف محکمې استازو ترې څارنه وکړه، د فعالیت جواز ۷ تنو غوښتونکو برخه اخيستې وه.
د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلي، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډ‌ول جواز وویشل شي او د خلکو په کارونو کې هم آسانتياوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۱۳
Background image

د یوې میاشتې په اوږدو کې د عدلیې وزارت لخوا د ۷۱۶۹ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق

 د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست د روان کال د زمري (اسد) میاشتې په ترڅ کې د ۷۱۶۹ رسمي سندونو ژباړې یې تصدیق کړي دي.
له دغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۳:۵۴
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۴۱ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال په اسد (زمري) میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۳۲۶ دفترونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۳:۴۲
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الاول د. . .

BACK TO NEWS