د امارتي ځمکو د اجارې قانون او دوه نور تقنیني سندونه نافذ او په رسمي جریده کې خپاره شول

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۳:۷
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د امارتي ځمکو د اجارې قانون د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له‌خوا له توشېح څخه وروسته، د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د جمادی الأولی د میاشتې په ۲۳ نېټه په ۱۴۵۸ ګڼه رسمي جریده کې، خپور کړ. په دې جریده کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د ځمکو د وېش د هیئت طرزالعمل او راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د امتیازاتو او اسانتیاوو د تنظیمولو طرزالعمل  هم له انفاذ څخه وروسته، خپاره شوي دي.

د امارتي ځمکو د اجارې په قانون کې یوه مقدمه، ۴ بابونه، ۵ فصلونه او ۳۷ مادې شاملې دي چې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له‌خوا له توشېح څخه وروسته نافذ او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

دا قانون افرادو، اشخاصو، سوداګرو او پانګوالو (سرمایه ګذارانو) او د دوی په واسطه له ځمکې څخه د اغیزمنې ګټه اخیستنې په موخه تدوین شوی او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یې د حکمونو د تطبیق مرجع ده.

په دې قانون کې د اجارې ورکونې په اړوندو چارو کې د اداراتو د اجراآتو، د امارتي ځمکو د اجارې غوښتنلیک څرنګوالی، د قرارداد عقد، د امارتي ځمکو آبادولو، د مستأجر مکلفیتونو، د مزایدې ترسره کولو د څرنګوالي حکمونه او نور موارد په‌کې درج شوي دي.

دغه راز تر اجارې لاندې ځمکو اړوندو شخړو ته د رسیدګۍ څرنګوالی، سرغړونې، د اجارې د فسخې حالات، له مستأجر څخه د تضمین اخیستل، د ځمکې بېرته تسلیمول او د اجارې د عقد د تمدید شرطونه له نورو مواردو څخه دي چې په دغه قانون کې مطرح شوي دي او له دې وروسته لازم الاجراء دي.

په ۱۴۵۸ ګڼه رسمي جریده کې د امارتي ځمکو د اجارې قانون سربېره، راستنېدونکو مهاجرینو ته د ځمکو د وېش د هیئت طرزالعمل او راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګررو لپاره د امتیازاتو او اسانتیاوو د تنظیمولو طرزالعمل هم خپاره شوي دي.

محترم هېوادوال کولای شي د رسمي جریده دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست او په سافټ (پي ډي اف) ډول یې د عدلیې وزارت د ویب‌پاڼې د حکمونو او قوانینو له دیتابیس څخه ترلاسه کړي. د یاد قانون د چاپ او خپرولو حق د عدلیې له وزارت سره محفوظ دی او غیر قانوني چاپ یې ممنوع دی.

د امارتي ځمکو د اجارې قانون د مستقیم دانلود لینک:   

http://old.moj.gov.af/Content/files/OfficialGazette/01401/OG_01458.pdf