د لوګر ولایت د عدلیې ریاست، استیناف محکمې او مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۴:۴۸
.

د لوګر ولایت عدلیې ریاست د یاد ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه او د هغوی ستونزې یې بررسي کړې. دغه راز یاد ریاست د دغو ستونزو د لرې کولو په موخه د استیناف محکمې له ریاست سره ناسته جوړه ترسره کړه.

د عدلیې ریاست او مدافع وکیلانو ناسته د جمادی الأولی د میاشتې په ۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ  د عدلیې رئیس، مولوي عبدالمالک، د یاد ریاست د نورو مسؤولینو او د یو شمېر مدافع وکیلانو په ګډون د لوګر، عدلیې ریاست په مقر کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د لوګر ولایت مدافع وکیلانو خپلې کاري ستونزې د عدلیې له رئیس سره شریکې کړې او د عدلیې رئیس د یادو ستونزو په تأییدولو سره، د هغو د حل په برخه کې هغوی ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په همدې موخه د عدلیې ریاست د لوګر ولایت د استیناف محکمې له رئیس سره یو ناسته جوړه کړه او عدلیې رئیس د مدافع وکیلانو د استازي په حضور کې یې، د هغوی ستونزې د دغې محکمې له رئیس سره شریکې کړې او د لرې کولو غوښتنه یې وکړه.

د لوګر ولایت د استیناف محکمې رئیس، مولوي شمس‌الله عزیزي په دې ناسته کې وویل چې په دې برخه کې ستونزې شتون لري او دا محکمه به یې د لري کولو په برخه کې هڅې او لازمه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS