د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د یو شمېر موټر پلورنځيو نظارت کېدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۴:۱۱
.

د غزني ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۵ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې له ۱۶ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت په ترڅ کې، نظارتي پلاوي  د موټر پلورنځيو پر مسوؤلينو ټينګار وکړ چې،  دوی باید په سپینو ورقو او جعلي سټوکې د معاملاتو له ترسره کولو ډډه وکړي.

همدارنګه د دغه نظارت په ترڅ کې د موټر پلورنځيو متصديانو ته توصیه وشوه چې شته ستونزې او نيمګړتياوې لرې کړي.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۹:۳۹
Background image

د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالرازق مرزوقي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۷۶۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنیکي هيئت په دې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۱:۳۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو نظارت کېدل

د جوزجان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار اړوند په څلورمه ناحيه کې، د معاملاتو لارښوونې له یو. . .

BACK TO NEWS