د نورستان ولایت د عدلیي ریاست کارکوونکو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړیدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۱:۱۶
.

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د نورستان ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د یاد ریاست په مقر کې جوړه کړه.

د یادې زده کړه ییزې برنامې پرانیسته کې چې د ربیع‌الاول د میاشتې په ۲۵ مه نېټه د شنبې په ورځ جوړه شوه، د یاد ولایت د عدلیې رئیس، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت ښوونکو او نورو مسؤولینو ګډون درلود.

په دې زده کړه ییزه برنامه کې چې تر شپږو ورځو پورې دوام لري، د نورستان ولایت د عدلیې ریاست ۲۳ تنو مسلکي کارکوونکو ته د دعویٰ لیکنې، دفاعیې لیکنې، راپور او مکتوب لیکنې د څرنګوالي او د مفاهمې او اړیکو مدیریت په اړه زده کړې ورکړل شي.

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه په منظم ډول زده کړه ییزې برنامې جوړوي ترڅو خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د لاپیاوړتیا لامل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS