په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو ۶۳ تنو متصدیانو لپاره زده‌کړه ییزه برنامه جوړه شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۱۹
.

د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز د اوومې ناحیې اړوند د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۶۳ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې د ربیع‌الاول د میاشتې په ۱۲ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه، د یاد ریاست د انسجام آمریت مسؤولینو پکښې ګډونوالو ته د معاملاتو لارښوونې د اصولو، د معاملاتو لارښوونو د مسؤولینو د وجایبو او په سمه توګه له سټو او د ثبت کتاب څخه د ګټې اخیستنې په اړه لازمې لارښوونې وکړې او دغه راز د معاملاتو لارښوونې اړوند تقنیني سندونه یې هغوی لپاره تشریح کړ.

د ننګرهار د مستوفیت ادارې مسؤولینو هم د دغې برنامې په یوې برخه کې د مالیاتو د تادیې په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو سره یې لازم معلومات شریک کړل.

دغه راز په دې برنامه کې د معاملاتو لارښوونې مسؤولینو او متصدیانو خپلې پوښتنې او ستونزې مطرح کړلې او د عدلیې ریاست مسؤولینو د هغوی پوښتنو ته ځواب وړاندې کړ او د ستونوزو لرې کولو په برخه کې یې هغوی ته ډاډ ورکړ.

د ننګرهار عدلیې ریاست په پام کې لري چې د یاد ولایت په کچه د معاملاتو لارښوونې د ټولو دفترونو مسؤولینو ته دغه ډول زده کړه ییزې برنامې جوړې کړي ترڅو معاملات په شفاف او قانوني توګه ترسره شي او دغه راز مالیات په سمه توګه تادیه شي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

په ننګرهار کې یو شمېر مدافع وکيلانو لپاره زده‌کړيزه برنامه ترسره شوه

 د ننګرهار ولايت د عدليې رياست د روژې د مياشتې په ۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ياد ولايت د مدافع وکيلانو د ظرفيت لوړولو په موخه هغوی لپاره يوه ورځنۍ زده‌کړيزه برنامه جوړه کړه.

دا برنامه. . .

BACK TO NEWS