د بادغیس ولایت تخنیکي هیئت د خپلو یو کلنو فعالیتونو راپور د یاد ولایت له والي سره شریک کړ

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۰:۳۹
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د رجب المرجب د میاشتې په ۱۹ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت له والي ملا عبدالصمد جاوید سره وکتل.

یاد هیئت په دې کتنه کې چې د ولایت د مقام په مقر کې جوړه شوه، د تخنیکي هیئت د بادغیس له والي سره د یو کلنو فعالیتونو راپور شریک کړ.  د یاد راپور په اساس په تېر یو کال کې د یاد ولایت په مرکز او ۸ ولسوالیو کې سلګونه جریبه امارتي ځمکې  بررسي، تثبیت او استرداد شوي دي.

دغه راز په دې کتنه کې د تخنیکي هیئت ستونزې او ننګونې چې په کارونو کې د خنډ او ځنډ لامل ګرځي بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او د بادغیس والي په دې هکله له تخنیکي هیئت سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS