د ګردیز ښار په دوه یمې امنیتي حوزه کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړول

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۰:۳
.

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د رجب المرجب د میاشتې په ۴ نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز، ګردیز ښار کې د دوه یمې امنیتي حوزې مسؤولینو لپاره د یوې برنامې په ترڅ کې حقوقي پوهاوی وړاندې کړ.

په دې برنامه کې د یادې حوزې ۵۰ تنو مسؤولینو ګډون درلود او په هغې کې د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو آمر او د دغه آمریت نورو مسؤولینو د امیرالمومنین حفظه الله د حقوقي او جزايي فرمانونو او د حقوقي عریضو د وړاندې کولو مرجع په اړه معلومات وړاندې کړل.

د ګردیز ښار د دوه یمې امنیتي حوزې مسؤولینو یاده برنامه ګټوره وبلله او په راتلونکي کې هم د دغه راز برنامو د جوړیدو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS