د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د اداري ناستې جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۱:۳۸

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د یاد ریاست د لاسته راوړنو، ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

دغه راز نوموړي د یاد ریاست کارمندانو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، له نبوي سنتو سره سم د خپل سیرت او صورت برابرولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندۍ، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، د کارمندانو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

په دغې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارمندانو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

د عدلیې رئیس د یاد ریاست له کارمندانو سره ژمنه وکړه چې د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، جلال آباد ښار کې د ۱۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 په ننګرهار ولایت کې د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د لغمان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالستار حماس د ذوالقعدې د مايشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د استیناف محکمې له رئیس، شیخ سخي الرحمن فائز فيروز کوهي سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

. . .

BACK TO NEWS