په بادغيس ولايت کې د ١٧٥ جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۱۰:۲۶
.

د بادغيس ولايت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الاول میاشتې په ٢٧ نېټې د دو شنبې په ورځ د ياد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې او عریضې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په ياده ناسته کې تخنیکي هیئت د مراجعینو په واسطې د وړاندې شويو سندونو، مدارکو او عریضو له ملاحظې څخه وروسته، د ياد ولايت د مقر ولسوالۍ په قراق شوري سیمه کې کابو ١٧٥ جریبه للمي ځمکه چې د يادې ساحې دوو تنو اوسيدونکو تر دعوا لاندې وه، د دغې ساحې د ځمکې په امارتي والي د قضیې لورو د اعتراف پر بنسټ استرداد کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS