په ګردیز ښار کې د معاملاتو لارښوونو او موټر پلورنځیو د ۱۳ دفترونو څارنه او بررسي

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۴:۴۷
.

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د انسجام لوی مدیریت د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت په ګردیز ښار کې د معاملاتو لارښوونو او موټر پلورنځیو له ۱۳ دفترونو څارنه او بررسي ترسره کړه.

د یادې بررسۍ په ترڅ کې یوه موټرپلورنځۍ له جعلي سټو څخه د ګټې اخیستنې او د ناقانونه فعالیتونو په دلیل مهرلاک او وتړل شوه.

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د انسجام لوی مدیر د معاملاتو لارښوونو او موټرپلورنځیو د یادو دفترونو متصدیانو ته د لازیاتې روڼتیا او د چارو ښه والي په موخه توصیې او لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS