په کنړ ولایت کې کابو ۱۳ جریبه غصب شوې امارتي ځمکه بررسي شوه او غاصبین یې وپېژندل شول

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۹:۳
.

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۴ نېټې د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند د یو شمېر دوسیو اصلاح شوي راپورونه په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او تایید شوې. هیئت پریکړه وکړه ترڅو یاد راپور ژر تر ژره مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

دغه راز له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم د دغه ولایت د خاص کنړ ولسوالۍ، شامکار کلي ته سفر وکړ او ۶ جریبه امارتي للمي ځمکه چې د ۳۲ تنو غاصبینو په واسطې غصب شوې، له نږدې ولیدله او بررسي کړه. دغه هیئت د یادې ځمکې مساحت، کروکي، ډول او اربعه حدود تشخیص او تفکیک کړل او د هغې د غاصبینو شهرت یې په جدول کې درج کړ.

له تخنیکي هیئت څخه یو بل ټیم لچیګلی کلي ته ولاړ او پر ۷ جریبه امارتي ځمکې باندې جوړ شوي کورونه چې د ۱۷ تنو غاصبینو له خوا ودان شوي، له نږدي ولیدل او بررسي کړل. یاد هیئت د یادې ځمکې مساحت، کروکي، ډول، بیه او اربعه حدود تشخیص او تفکیک کړل او د هغې د غاصبینو شهرت یې په جدول کې درج کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر خیریه بنسټونو له فعالیتونو نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۵مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۵ دفترونو څخه نظارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل ولایت د استيناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، محترم مفتي ضياء الحق ثاقب او ورسره مل پلاوي د کابل ولایت د استيناف محمکې رئيس، محترم مفتي ذبیح الله ساجد سره په یوې ناسته کې د دواړو ادارو ترمنځ پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۰
Background image

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د پکتیا او خوست ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره وکتل

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس، محترم مولوي جان محمد «محمد طلحه» د یو پلاوي په مشرۍ پکتيا او خوست ولایتونو  ته سفر وکړ او د یادو ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره یې د همغږۍ جلا جلا. . .

BACK TO NEWS