په کندز ولایت کې د څه باندې ۴ زره جريبه ځمکې بررسي

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۸:۵۰
.

 د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هيئت ناسته، د جمادی الثاني د مياشتې په ۲۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د تخنیکي هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د ياد ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند په زردکمر ساحه کې د څلور زره (۴۰۰۰) جریبه ځمکې دوسیې  په اړه بحث وشو.

تخنيکي هيئت په دې ناسته کې پرېکړه وکړه چې یاده ساحه دې له نږدې بررسي شي.

همدارنګه، په دې ناسته کې د کندز ولایت په کچه د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسيې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶

BACK TO NEWS