په کابل ښار کې څه باندې ١٠٠ خیریه بنسټونه او اتحادیې نظارت او بررسۍ لاندې ونیول شوې
د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رئیس مولوي محمد یاسین حقاني او د یاد رياست نظارتي پلاوي د تېرو شپږو اوونیو په ترڅ کې په کابل ښار کې ٤٧ اتحادیې او ۵۷ خیریه بنسټونه نظارت او بررسي کړل.
ياد شوي پلاوي په دې بررسۍ سره، ٣٣ خیریه بنسټونه او ٢٦ اتحادیې چې د هغو د جوازونو د اعتبار مودې پای ته رسیدلې وې او په ناقانونه توګه يې فعالیت درلود، وپېژندل او د هغو د ناقانونه فعالیت مخنيوی یې وکړ او له هغوی څخه یې ژمنه واخیسته.
هیئت د یادو اتحادیو او خیریه بنسټونو متصدیانو ته توصیه وکړه چې د خپلو اتحادیو او خیریه بنسټونو جوازونه تمدید کړي او په اصولي ډول فعالیت ترسره کړي. دغه راز له هغوی څخه وغوښتل شول چې د خپلو فعالیتونو راپور په خپل وخت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو چارو ریاست ته وړاندې کړي.
د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رياست نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د اتحادیو او خیریه بنسټونو له فعالیت څخه بررسي او نظارت ترسره کوي تر څو د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وکړي.