په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر اتحادیو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۱:۴۹
.

د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ربیع‌الاول د میاشتې په ۱۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د ننګرهار ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له یو شمېر اتحادیو څخه نظارت ترسره کړ او د هغوی فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو اتحادیو دفترونه، جوازونه، راپورونه او نور سندونه بررسي کړل.
یاد پلاوي د دغو اتحادیو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د لرې کولو په هکله یې د هغو مسؤولینو ته لازمې توصیې وکړې.

په ورته مهال، نظارتي پلاوي د اتحادیو د مسؤولینو وړاندیزونه، ستونزې او کاري ننګونې هم واورېدې او د حل په برخه کې یې هغوی ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS