په ننګرهار ولایت کې د خیریه بنسټونو له يو شمېر دفترونه څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۹:۵۴
.

د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست نظارتي پلاوي، د ننګرهار ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې د یو شمېر خیریه بسنټونو دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغوی فعالیتونه یې بررسي کړل.

د ياد نظارت په ترڅ کې د خيريه بنسټونو د فعاليتونو له څرنګوالي څخه نظارت ترسره شو او په پایله کې د هغو نيمګړتياوې مشخصې شوې.

نظارتي پلاوي د خيريه بنسټونو مسؤولینو ته د نیمګړیتاو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په اړه لازمې توصیې وکړې.

د ننګرهار ولایت عدلیې رياست په یاد ولایت کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۲:۴۹
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست او مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

د غزني ولایت عدلیې رياست او مدافع وکيلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست نورو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۲۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر موټر پلورنځيو نظارت کېدل

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز اړوند په پنځمه ناحيه کې له ۵ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۲
Background image

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی الألی د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS