په ننګرهار ولايت کې د خيريه بنسټونو له یو شمېر دفترونه څخه نظارت کېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۴:۵۹
.

د ننګرهار ولایت عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د صفرالمظفر د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د ياد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمېرخيريه بنسټونو له دفترونو او د فعاليتونو له څرنګوالي څخه نظارت ترسره کړ.
د ياد نظارت په ترڅ د خيريه بنسټونو مسؤوليتو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په اړه لازمې توصیې وشوې او همدارنګه له هغوی څخه غوښتنه وشوه، چې رېښتينې مستحقو ته مرستې ووېشي، د مرستو وېشلو په وخت کې انساني کرامت ته درناوی وکړي او اسلامي او افغاني ارزښتونه ته دې پام وکړي.
د ننګرهار ولایت عدلیې رياست په یاد ولایت کې په دوامداره توګه د خيريه بنسټونو له دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS