په غور ولایت کې کابو ۶۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۵۷
.

د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت په یوې ناسته کې د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې د سلګونو جریبو ځمکو دوسیې بررسي کړې او له دې جملې څخه یې شپږ سوه (۶۰۰) جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

په دې ناسته کې چې، د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۵ نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره شوه په دولتیار ولسوالۍ کې د نږدې شپږ سوه (۶۰۰) جریبه مجموعي مساحت سره د درېو قطعو ځمکو اړوند دوسیو په اړه راپور وړاندې شو او تخنیکي هیئت هغه امارتي تثبیت کړه.

هیئت پرېکړه وکړه چې یادې دوسیې دې د وروستي تصمیم نیولو په موخه مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

دغه راز په دې ناسته کې په دولتیار ولسوالۍ او د غور په مرکز کې د څه باندې څلور سوه (۴۰۰) جریبو نورو ځمکو دوسیې بررسي شوې او تخنیکي هیئت د هغو په تړاو لازم تصمیم ونیوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶

BACK TO NEWS