په سرپل ولایت کې د ٧٦ جریبه امارتي ځمکې تثبيت

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۱:۳۲
.

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الاول د میاشتې په ٧ نېټې د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

دغه راز د پنجشنبې په ورځ د سرپل ولایت له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم، د مدعی بها ساحو د بررسۍ او تثبیت په منظور د یاد ولایت د سید آباد ولسوالۍ، سید آباد سیمې ته سفر وکړ.

یاد شوي هیئت د دغې ساحې د څو تنو اوسیدونکو په واسطې ۷۶ جریبه غصب شوې امارتي ځمکه بررسي کړه او موجوده سندونه یې پر ساحې باندې تطبیق کړل او مدعا بها ساحه یې تثبیت، کروکي او سکیچ کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS