په تېرې یوې میاشت کې څه باندې د ۱۲ زره جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۲:۱

د هیواد د ۷ ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الثاني میاشتې په اوږدو کې ۱۲ زره او ۲۵۷.۵۹۱ جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړه او هغه یې اړوندو ادارو ته تسلیم کړه.

دغه راز د ځمکو د غصب د مخنیوی تخنیکي هیئتونو د یادې میاشتې په اوږدو کې ۷۳ زره او ۴۸۴.۹۹۶ جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې تثبیت کړې او ۲۱۵ زره او ۷۴۲.۱۱۳ جریبه نوره ځمکه هم تر بررسۍ لاندې نیولې ده. د وروستۍ میاشتې په اوږدو کې تر ټولو زیاتې استرداد شوې ځمکې په لوګر، ارزګان، کندز او کندهار ولایتونو کې موقعیت لري.

د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او په زرګونو جریبو د غصب شویو امارتي ځمکو دوسیې، د ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS