په بلخ ولایت کې د څه باندې ۳۸۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبيت او تشخیص

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۱:۹
.

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخینوي تخنیکي هیئت ناسته، د شعبان د میاشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د یاد ولایت د مرکز اړوند په دشت شور ساحه کې د درې زره څلور سوه څلور پنځوس (۳۴۵۴) جریبه ځمکې، په څلورمه ناحيه کې د درې سوه څلوېښت (۳۴۰) جریبه ځمکې، په شولګرې ولسوالۍ کې د څه باندې څلور ويشت (۲۴) جریبه ځمکې او په بلخ ولسوالۍ کې د لس (۱۰) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسي لاندې ونيول شوې او په ترڅ کې یې یادې ساحې امارتي تثبیت او تشخیص شوې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د بلخ ولایت په بېلابېلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه يې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS