په بادغیس ولایت کې کابو ۷ جریبه امارتي ځمکه استرداد او ۴۳ جریبه نوره ځمکه تثبیت شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۵:۲۷
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الثاني د میاشتې په ۸ نېټې د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د یاد ولایت په جوند ولسوالۍ کې د کرنې د ریاست اړوند د ۵۰ جریبه ځمکې د غصب اړوند دوسیه په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه.

د یادې ۵۰ جریبه ځمکې له جملې څخه د هغې ۷ جریبه چې د جوند ولسوالۍ د څو تنو اوسیدونکو په واسطې غصب شوې وه، د هغې په امارتي توب د متصرفینو د اقرار او اعتراف له امله یاده شوې ځمکه استرداد شوه او د هغې ۴۳ جریبه نوره ځمکه هم تثبیت شوه.

دغه راز په یاده ناسته کې له یو شمېر کسانو څخه د هغوی تر ادعا لاندې ځمکو په تړاو د استعلام په ذریعې شرعي سندونه او مدارک وغوښتل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS