د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د زمري د میاشتې ۱ نېټې ته د دفاع وکالت د درېیمې دورې ازموینې ځنډېدلو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

د دفاع وکالت د جواز ټولو هغو غوښتونکو ته چې د دفاع وکالت د ورودي ازموینې دریمې دورې لپاره یې نوم لیکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي چې د یادې ازموینې نېټه  د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د چنګاښ د میاشتې له ۲۵ نېټې څخه د زمري د میاشتې ۱ نېټې ته بدله شوې ده.

له دې امله ټول هغه محترم غوښتونکي چې نومونه یې په نوملړ کې شامل دي د چنګاښ د میاشتې په ۳۰ او ۳۱ نېټه د شنبې او یکشنبې په ورځو ازموینه کې د شمولیت کارت ترلاسه کولو لپاره د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست ته مراجعه وکړي. د شمولیت کارت یوازې په تعیین شویو ورځو کې وېشل کېږي او د ازموینې په ورځ نه وېشل کېږي.

محترم متقاضیان دې د ازموینې په ورځ د سهار په ۶ بجو د تابعیت اصلې تذکرې او د شمولیت کارت سره په عدلیې وزارت کې حاضر اوسي. د ازموینې په ورځ د عدلیې وزارت داخل ته د متقاضیانو له لوري د هر ډول تلفن راوړل ممنوع دي.

یادونه: متقاضیان دې په ازموینه کې د حضور لپاره له هر ډول اقدام څخه مخکې د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو په نهايي نوملړ کې د خپل نوم له موجودیت څخه ډاډ ترلاسه کړي ترڅو د بې‌ځایه سرګردانۍ مخنیوی وشي.

د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو نهايي نوملړ

 

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د شپږمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د ثور (غويي) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۶۹۸ تنو په شرایطو برابرو متقاضیانو په ګډون . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو د انتقال په اړه د یاد وزارت خبرتیا

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل د امارت د قضایاوو ریاست ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي، چې د حقوقي مرستو ریاست د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت له مرکزي ساختمان څخه د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې مخکې له دې یې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي فهرست کې شامل دي خبر ورکول کېږي چې د دفاع . . .

Back to announcements