د کنړ ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
.

 د کنړ ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د شوال د مياشتې په ۱۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي روح الله روحاني په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د کنړ ولایت د عدلیې رئیس کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دغې ناسته کې د عدلیې ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۵۲
Background image

په بادغیس ولایت کې د ۱۲۵۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د بادغیس ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شوال د مياشتې په ۱۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنیکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۴۹
Background image

په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د شوال د میاشتې په ۱۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۶ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۴۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۱۱ دارالوکالو نظارت او بررسي

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۱۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۱. . .

BACK TO NEWS