د کاپیسا ولایت د دوه یمې امنیتې حوزې مسؤلینو او منسوبینو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۴ - ۱۱:۸
.

د کاپیسا ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د دغه ولایت د دوه یمې امنیتې حوزې مسؤلینو او منسوبینو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړه کړه.

په دغې برنامې کې د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ د دوه یمې امنیتې حوزې ۲۹ تنو مسؤلینو او منسوبینو برخه واخیسته او د شکمن او تورن د حقوقو، د عدلي او قضایي ارګانونو د موقف، د پولیس واک او مسؤلیت، د جرم د کشف، د پېښې د ځای د بررسۍ، په وقایعوي پړاوونو کې د عاجلې رسیدګۍ، د نیولو د ځای د کروکي او ترتیب، د اثباتیه مدارکو راټولولو، د جنايي څېړنو او د توقیف مودې د پای ته رسیدلو په اړه پوهاوی ترلاسه کړ.

د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ د دوه یمې امنیتې حوزې مسؤلینو او منسوبینو د یادې برنامې له جوړونکو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او په راتلونکي کې هم د دغه راز برنامو د جوړولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS