د کاپيسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د دارالوکالو، د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو د دفترونو څارنه او بررسي

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۹:۲۸
.

د کاپیسا ولایت د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد او د یاد ریاست نظارتي پلاوي د جمادي الثاني د میاشتې په ۹ نېټه د شنبې په ورځ د یاد ولایت تګاب ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ له دارالوکالو، د معاملاتو لارښوونو، عریضه لیکونکو او د  لبنیاتو د اتحادیو له دفترونو څارنه او بررسي ترسره کړه.

د کاپیسا ولایت د عدلیې رئیس او د یاد ریاست نظارتي پلاوي، لوموړی د تګاب ولسوالۍ له ولسوال مولوي مرتضی خالد، امنیه قوماندان او د یادې ولسوالۍ له نورو مسؤولینو سره وکتل او د هغوی په همغږۍ یې د یادې ولسوالۍ له یوشمېر دارالوکالو، د معاملاتو لارښوونو، عریضه لیکونکو او د  لبنیاتو د اتحادیو له دفترونو څارنه او بررسي ترسره کړه.

یاد پلاوي د بررسۍ په پایله کې، ۳ دارالوکالې او عریضه لیکنې چې له جواز پرته او په ناقانونه توګه یې فعالیت درلود، وپېژندل او له یادو دفترونو یې ترلاسه شوي سندونه ضبط کړل او دهغوی دفترونه یې مهرلاک او وتړل. دغه پلاوي یادو سرغړونکو ته توصیې او لازمې لارښوونې وکړې او له هغوی څخه یې لیکل شوې ژمنې هم واخیستې.

یاد شوي پلاوي د یادې ولسوالۍ د توقیف خانې آمریت ته هم ولاړ او په دې توقیف خانه کې تر توقیف لاندې د تورنو او شکمنو له وضعیت څخه کتنه وکړه. د عدلیې ریاست د حقوقي عامه پوهاوي مبلغ تر توقیف لاندې تورنو او شکمنو ته د تورن او شکمن د حقونو، د عدلیې او قضايي ارګانونو د موقف، د څېړنې پړاوونو او نورو موضوعاتو په اړه پوهاوی وړاندې کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS