د کابل ولایت د امارت د قضایاو نوی رئیس معرفي شو

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۵:۵۹
.

د کابل ولایت د امارت د قضایاو نوی رئیس چې د عدلیې وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د منظورۍ په اساس په دغه پست کې مقرر شوی د یاد ریاست کارمندانو ته معرفي شو.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۸ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ریاست په مقر کې جوړه شوې وه، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم او د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئیس مولوی رحمت الله حقاني برخه واخیسته او د سترې محکمې د حقوقو مخکنی لوی رئیس مولوي عبدالله کالف، د کابل ولایت د امارت د قضایاو د رئیس په حیث د دغه ریاست کارمندانو ته معرفي کړ.

په دغو مراسمو کې، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس او د حقوقي مرستو رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او په اداره کې تغییر او تبدیل یو اصل وباله. هغوی د کابل ولایت د امارت د قضایاو رئیس ته د نوي پست مبارکي وویله او نوموړي ته یې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د لازیاتو بریاوو هیله وکړه.

د کابل ولایت د امارت د قضایاو نوي رئیس د دغه وزارت د مشرتابه مقام له اعتماد څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې خلکو ته به د خدمت په لار کې له هیڅ ډول هڅو څخه ډډه و نه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS