د کابل ښار په دوه یمه ناحیه کې له ۶۸ دارالوکالو بررسي او څارنه ترسره شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ریاست نظارتي پلاوي د جمادي الثاني د میاشتې په ۴ نېټې د دوشنبې په ورځ د کابل ښار په دوه یمه ناحیه کې له ۳۵ دارالوکالو څخه بررسي او څارنه ترسره کړه او د هغو متصدیانو ته یې لازمې توصیې وکړې.
یاد پلاوي د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ هم په دې ناحیه کې له ۳۳ دارالوکالو څخه بررسي او څارنه ترسره کړې وه. یاد شوي پلاوي د دغې بررسۍ په ترڅ کې ځینې نیمګړتیاوې او ستونزې وپېژندلې او د یادو دارالوکالو متصدیانو ته د دغو ستونزو د لري کولو په منظور لازمې لارښوونې وکړې.