د پکتیا د زرمت ولسوالۍ د معاملاتو لارښوونې دفترونو او موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۲۲
.

 د پکتیا ولایت د عدلیې رياست مسئولینو د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځيو اتحادیو مسئولينو په ملتيا د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د موټرپلورنځيو او د معاملاتو لارښوونې دفترونو د نظارت په موخه د یاد ولایت زرمت ولسوالی ته سفر وکړ.

د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ له ۵ موټر پلورنځيو او د معاملاتو لارښوونې ۴  دفترونو څخه نظارت ترسره شو چې په ترڅ کې یې د یادو دفترونو د فعاليت جوازونه، سټې، مهرونه، لوحې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شول او یو موټر پلورنځۍ د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شوه.

همدارنګه د دغه نظارت په ترڅ کې د عدلیې رئیس، مولوي فاتح الله فاتح د یادو دفترونو پر متصديانو ټينګار وکړ چې د هېواد نافذه قوانينو په رڼا کې خپل فعاليتونه ترسره کړي.

د پکتیا ولایت عدلیې رياست په یاد ولایت کې په دوامداره توګه د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو له دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS