د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۴:۸
.

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د شعبان د میاشتې په ۱۴ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، په نبوي سنتو خپل صورت او سیرت برابرولو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.
د عدلیې رئیس د یاد ریاست له کارکوونکو سره ژمنه وکړه چې د هغوی د ستونزو د لرې کولو په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

په سرپل ولایت کې د څه باندې ۱۶۶۳ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

 د سرپل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شعبان د مياشتې په ۱۳ مه نېته، د سه شنبې په ورځ، د هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
تخنيکي هيئت په دې ناسته کې، د سرپل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۴۲
Background image

د پروان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د پروان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د شعبان د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د يکشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي  ګل رسول نصرت او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۳:۳۰
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۴۴ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

 د بدخشان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شعبان د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د ياد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
تخنيکي هيئت په دې ناسته کې، د. . .

BACK TO NEWS