د پروان ولایت د دریمي امنیتې حوزې مسؤلینو او منسوبینو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړول

د پروان ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د جمادي الاول میاشتې په ۱۲ نېټې د یکشنبې په ورځ د پروان ولایت د دریمې امنیتې حوزې مسؤلینو او منسوبینو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه د یادې حوزې په مقر کې جوړه کړه.
په دغې برنامې کې د پروان ولایت د دریمې امنیتې حوزې ۸۰ تنو مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود او د اسلامي امارت د پالیسۍ، د عامه حقوقو پېژندلو، د پولیسو دندې او مسؤلیت او له خلکو سره د پولیسو د چلند په اړه پوهاوی ترلاسه کړ.
د پروان ولایت د دریمې امنیتې حوزې مسؤلینو او منسوبینو د یادې برنامې له جوړونکو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او په راتلونکي کې هم د دغه راز برنامو د جوړویدو غوښتنه وکړه.