د عدلیې وزارت د تقنین لوی ریاست د ۵ تشو بستونو د رقابتي ازموینې اخیستل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۱۳:۵۵
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد وزارت د تقنین لوی ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست د ۵ تشو بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیسته.

په دغې ازموینې کې چې د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم،  او د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رئیس مفتي احمد الفجر او د یاد وزارت نورو مسؤولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه يې څارنه وکړه.

د ازموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس د ازموینې د ډول او د پوښتنو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ګډونوالو ته یې د ازموینې د پروسې له روڼتیا څخه ډاډ ورکړ.

په دغې ازموینې کې د ګډون لپاره ۲۸ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او د هغوی له جملې څخه ۲۷ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ او د یادو بستونو ترلاسه کولو په موخه یې په خپلو کې رقابت وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS