د عدليې وزارت د درې‌نیمو کلونو په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې څه‌باندې ۸۸۰ دفترونه د سرغړونو له امله تړلي دي

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۸:۴۵
.

 د عدليې وزارت د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې تر ۱۴۰۴ هجري لمریز کال پورې د معاملاتو لارښوونې دفترونو لپاره ۳ زره او ۸۶۱ نوي جوازونه صادر کړي او ۱ زرو ۴۴۳ نور جوازونه یې تمدید کړي دي.

دغه وزارت د یادې مودې په اوږدو کې په دوامداره توګه د معاملاتو لارښوونې څه دپاسه ۴ زره او ۷۷۰ دفترونو څارلي او بررسي کړي او ۸۸۱ دفترونه يې د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي.

یاد وزارت د معاملاتو لارښوونې د جواز متقاضیانو لپاره د جواز له ورکړې څخه وړاندې، زده‌کړه‌ییز سیمینار هم جوړ کړی او هغوی ته یې د فعالیت د څرنګوالي، د معاملاتو لارښوونې د حق العمل، د پلورونکي او پېرودونکي د حقوقو او نورو مواردو په اړه لازمې زده‌کړې وړاندې کړي دي.

د عدلیې وزارت د (جمعه) بازار تر نوم لاندې د موټورو د غیرقانوني پلور مخنیوي لپاره عملي تګلارې چمتو او تطبیق کړي او دا برخه یې په جدي توګه تر نظارت لاندې نیولې  ترڅو له جعل او تقلب کارۍ څخه مخنیوی وشي.

همداراز د درې‌نیمو کلونو په ترڅ کې د عریضه لیکنې کابو ۲ زره او ۱۵۵ قطعې نوي او تمدیدي جوازونه د هغو غوښتونکو ته ویشل شوي او په دوامدار ډول له هغو څخه نظارت ترسره کېږي.

یاد وزارت له مالیې وزارت سره د یوه هوکړه لیک په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې د سټو او د عریضه لیکنې د چاپ شویو پاڼو وېش له مستوفیت څخه عدلیې وزارت ته لېږدولی ترڅو د معاملاتو لارښوونې د دفترونو او د عریضې لیکونکو په چارو کې اسانتیاوې رامنځته شي.