په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Sat, Apr 25 2026 2:26 PM
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالترجمو اړوند له جواز لیکونو، مُهرونو، لوحو او یو شمېر نور اړينو اسنادو او موضوعاتو څخه بررسي ترسره شوه چې د ځینو نیمګړتیاوې مشخصې شوې او د نیمګړتیاوو د لرې کولو او د کاري چارو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وړاندې شوې.

د ننګرهار عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS